آمریکا په افغانستان کی ددایمی اډو غوښتنه لرې
سلام خان سلام خان

کوم وخت چی په تیر ډیسمبر کی دامریکی ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کی دخپلی استراتیژی په باب  دارزیابی راپور په رسنیو کی خپورکړی دوی اوونی وروسته دهغه هیواد دولسمشر مرستیال جوبایډن اعلان وکړي چی د۲۰۱۴ کال تر اخیره به دامریکا ټول فوځیان بیله کومه قید اوشرط له افغانستان ځخه ووځي،ددی اعلان په باب په رسنیوکی مختلف عکس العملونه ځرګند شول،ځینی دسیاسی چارو کار پوهان په دی نظر وو چی امریکا به لکه  چی مجبورشول له ویتنام اوسومالیا ځخه ووځي ممکن له افغانستان ځخه هم خپلي پښی سپکی کړې او افغانستان یو ځل بیاهم دټولو هغو واعدو برخلاف چی ددی هیواد سیاسی او نظامی مشرانو به همیشه ویل چی امریکا به نور افغانستان یوازی پري نه ږدي اودشوروی تجربه به تکرار نه کړي، یو ځل بیا هم وبنیاد ګرایی او القاعدی ته ور تسلیم کړي،ولی دنوی میلادی کال دشروع سره سم داسی معلومه شوه چی دجوبایډن دځرګندونو ځخه هدف اصلا د پشتو ژبی هغه متل وو چی وایی( په مرګ یی ونیسه په تبه یی راضی کړه) وو چی بایډن غوښتل د افغانستان حکومت دفوځونوپه ایستلو بیله کوم قید اوشرط په مرګ ونیسی، او په تبه یی یعنی په افغانستان کی یی دامریکی  ددایمی اډو دجوړه ولو په با ب راضی کړي، په دی باب دویکی لیکس په یوه افشاه شوي سند کی داسی راغلي دې. 

 د ۲۰۱۱ كال په نميايي كې له جګړه ځپلي افغانستان نه د امريكايي پوځ د ایستلو لپاره د ولسمشر بارك اوباما له څرګندونو وروسته واشنګټن خپلو ملګرو ته د تړلو دروازو تر شا ويلي چې له افغانستانه د پوڅ د ایستلو د پيل دغه نېټه ريښتيا نه ده او نه هم حقيقت لري.ولسمشر اوباما له افغانستان نه دپوځ دایستلو لپاره دغه څرګندونی په امریکا کی افغان حکومت ته په واک او امنیت سپارلو دبحث او افغانانو ته دخپلو مسوولیتونو د سپارلو داحساس پیداکولو لپاره کړي دي

د تېر كال د فبروری پر اتمه په پاريس كې د ليدنې پر مهال د فرانسې دفاع وزير هيرف مورين د ولسمشر اوباما پر دغه اعلان اندېښنه ښودلې چې د ۲۰۱۱ كال په جولای كې له افغانستان نه د ځواكونو وتل پيل كوي،خو په ځواب كې يې د امريكا دفاع وزير رابرت ګېټس وايي چې له افغانستان نه د ځواكونو وتل پر ځمكنيو واقعيتونو پورې تړلى دى،نومږړی دا هم زیاته کړی چی دغه نیټه دوتلو دپیل تکي دي

د ګېټس په خبره امريكا له افغانستان نه د ځواكونو د وتلو د نېټې د پيل اعلان د دې لپاره وكړ چې افغانان د امنيت ترلاسه كولو مسووليت ته متوجه كړي

دیوبل راپور له مخی د امریکا د پوځي پالیسۍ په برخه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه مخکښ سناتورلیند سی ګرهام داسو شیتید پرس خبری اژانس ته وویلي دی چې، دی له امریکايي چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو په جوړولو غور وکړي او ویلی یی دی چی په افغانستان کی دڅو امریکایی اډو جوړه ول به افغانستان او سیمی ته ګټوری وي او دافغانستان آمنیتی څواکونوته به دمخالفینو به وړاندی یو سنګر برابر کړي

ګراهام د این بي سي تلویزیون (میټ د پریس) یا له مطبوعاتو سره کتنې پروګرام ته وویل چې دی غواړي چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره تلپانې او دایمي اړیکې ولري څو دا یقیني شي چې دا هیواد(افغانستان) بیا د ترهګرو لاس ته نه لوېږي

دا لومړی ځل دی چې یو چګپوړی امریکايي په افغانستان کې د دایمي اډو خبره کوي.تر دې مخکې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د دایمي اډو د لرلو یا په دې هیواد کې د ډېرې مودې لپاره د عسکرو د ساتلو په باب څه نه وو ویلي

هغه افغان کارپوهان چې باور لري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د افغانستان نه بلکې د سیمې د نورو هیوادونو د کنټرول لپاره دی، وايي چې افغانان باید د دایمي اډو په وړاندې د خپل هیواد لپاره له امریکا څخه د دایمي امتیازونو غوښتنه وکړي.پای


January 3rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی